کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې تېره ورځ له بېلابېلو لارو ۷۰۸ کورنۍ چې ۳۹۰۲ تنه غړي لري، په اجباري ډول هېواد ته راستنې شوې دي.
راپور زیاتوي چې په همدې ورځ ۱۰۶۴ کورنۍ چې ۵۷۳۵ تنه غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او سلګونه کورنیو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.
د معلوماتو له مخې، راستنېدونکو ته روغتیايي خدمات، خوراکي توکي او مخابراتي اسانتیاوې هم برابرې شوې دي، چې په ترڅ کې ۸۰۲ سیمکارتونه وېشل شوي دي. همداراز ویل شوي چې ټولو راستنېدونکو ته د مېشتېدو او نورو اړینو موضوعاتو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.


















