کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وری، ۱۴۰۵ل)
نيويارک ټایمز په خپل تازه راپور کې ويلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د اسلاماباد مذاکراتو له ناکامېدو وروسته، واشنګټن د مهمو او سختو انتخابونو سره مخ شوی دی.
راپور زیاتوي چې د امریکا لپاره یا له ایران سره اوږدې خبرې اترې پيلېږي او یا د احتمالي جګړې خطر ته داخلېږي.
په راپور کې ویل شوي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره اوس د راتلونکي ګام په اړه د پرېکړې په تمه ده، په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام پر سر ژور اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.
همداراز ویل شوي چې امریکا ایران ته د وروستي شرط منلو وړاندیز کړی و، خو تهران هغه رد کړی دی.
راپور زیاتوي چې د هرمز تنګي موضوع، د اټومي موادو کنټرول او د بندیزونو مسله د خبرو بنسټیز ټکي وو.
د نیویارک ټایمز په وینا، دواړه لوري لا هم ځانونه بریالي ګڼي، خو د عملي پرمختګ نشتوالي د راتلونکو کړکېچونو احتمال زیات کړی دی.


















