د قزاقستان سفیر: له افغانستان سره سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړوو او په رېل پټلۍ او کانونو کې پانګونې ته چمتو یو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)
د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع په کابل کې د قزاقستان له سفیر ګازیز اکباسوف سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر اقتصادي همکاریو خبرې وکړې.
د قزاقستان سفیر ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ اوسنۍ سوداګري شاوخوا ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي او هېواد یې هڅه کوي دا کچه د پانګونې او سوداګرۍ د پراختیا له لارې درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
نوموړي همداراز د افغانستان د کانونو په سکتور او د تورغونډۍ – هرات – کندهار – سپین بولدک رېل پټلۍ پروژه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو پانګونې ته د چمتووالي خبر ورکړ زياته يې کړه د اقتصادي شریک په توګه د دوی حکومت افغانستان ته د تېلو او د درملو صادرولو ته اجازه ورکړې چې دغه اقدام به د افغانستان او قزاقستان ترمنځ اوسنۍ سوداګري لا زیاته پراخه کړي.
په همدې حال کې، ډاکتر ملا عبدالواسع د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې د امنیت ټینګښت د پانګونې او اقتصادي فعالیتونو لپاره مناسب فرصت برابر کړی دی.



