ډونالډ ټرمپ: د دوشنبې له ورځې پر ایراني بندرونو بندیز پیلېږي؛ د تېلو بیې له ۱۰۰ ډالرو واوښتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۴ وری، ۱۴۰۵ل)

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ويلي چې پر ایراني بندرونو به بندیزونه د دوشنبې په ورځ پلي شي او نور هېوادونه هم هڅه کوي ایران د نفتو له پلور څخه محروم کړي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ویلي، دغه بندیزونه به د اپرېل پر ۱۳مه د سهار په لسو بجو د هرمز تنګي له لارې ایراني بندرونو ته پر تلونکو او راتلونکو بېړیو عملي شي او د ټولو هېوادونو پر کښتیو به یو شان تطبیقېږي، خو د نورو هېوادونو بېړیو ته به د تنګي له لارې تګ راتګ اجازه وي.

له بلې خوا د ډونالډ ټرمپ له ګواښ وروسته د ایران سپاه پاسداران ځواک د ‌ډرونونو له لارې د هورمز تنګي د څارلو یوه ویډيو خپره کړې چې وښيي ” د ټولو بېړیو تېریدل او تګ راتګ تر بشپړ کنترول لاندې تر سره کېږي.”

د سپاه سمندري ځواکونو د دې ویډيو له خپرولو سره خبرداری ورکړی چې ” دلته په تېروتنه هم هر ډول تحرکات د پراخې مرګژوبلې سبب کېدی شي.”

د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو له ناکامۍ وروسته نړيوالو بازارونو کې د خامو تېلو بیې تر ۱۰۰ ډالرو پورته شوې او شاوخوا ۱۰۲ ډالرو ته رسېدلې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button