کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د الجزیرې تلویزیوني شبکې د راپور له مخې، د ایران د راتلونکو پرېکړو په اړه د نړیوالو پام د ایران ستر مذهبي مشر “مجتبی خامنهاي” ته اوښتی، څو وګوري چې نوموړی به له امریکا سره د احتمالي مذاکراتو په اړه څه دریځ خپلوي.
راپور زیاتوي، په داسې حال کې چې د سیمې سیاسي وضعیت حساس پړاو ته داخل شوی، ګڼ شمېر شنونکي باور لري چې د ایران د قدرت په داخلي جوړښت کې د مهمو څېرو پرېکړې کولای شي د تهران او واشنګټن ترمنځ د اړیکو راتلونکی وټاکي.
د الجزیرې په وینا، تر اوسه پورې د ایران رسمي چارواکو په ښکاره ډول د نوو مذاکراتو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پردې تر شا هڅې روانې دي. ځینې شنونکي دا هم وایي چې د هر ډول مذاکراتو اجازه به د ایران د لوړې رهبرۍ له خوا ورکول کېږي او مجتبی خامنهاي د دې بهیر په احتمالي مسیر کې مهم رول لرلای شي.
د یادونې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ اړیکې له اوږدې مودې راهیسې ترینګلې دي، خو په وروستیو کې د خبرو اترو د بیا پیل احتمال یو ځل بیا د نړیوالو د پام وړ ګرځېدلی.


















