شیخ ابونصر فراهي بندر کې د ۹.۱ ټنه بې‌کیفیته سرامیکو محموله بېرته صادرونکي هېواد ته وګرځول شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د د معیار او کیفیت اداره مسؤلینو ویلي، چې په شیخ ابونصر فراهي بندر کې یې د بې‌کیفیته سرامیکو یوه محموله تر ارزونې وروسته غیرمعیاري وبلله او بېرته یې صادرونکي هېواد ته وګرځوله.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، فني ټیم د دقیقو تخنیکي ارزونو پر مهال د ۹.۱ ټنه سرامیکو کیفیت له معیارونو ټیټ تشخیص کړ، چې له همدې امله یې د هېواد بازارونو ته د داخلېدو اجازه ورنکړه او محموله یې بېرته مسترده کړه.

ادارې ټینګار کړی، چې په بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د څار او کنټرول بهیر په جدي ډول روان دی او د بې‌کیفیته، غیرمعیاري او د خلکو روغتیا ته زیان رسونکو توکو د واردېدو مخه به په کلکه نیول کېږي.

Related Articles

Back to top button