اقتصادي معاونیت: ‏د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه جذب کړې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د فعالیت له پيله تر اوسه د شاوخوا ۳۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پانګونه جذب کړې ده.

د یادې کمېټې د معلوماتو له مخې، د برېښنا، زېربنا، ودانیو، کرنې، ټرانسپورټ او معلوماتي ټکنالوژۍ په سکټورونو کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو ۴۸ طرحې ارزول شوې دي، چې دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د پلي کېدو په حال کې دي.

مسؤلین وایي، دغه کمېټه پانګوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د پانګونې د جلب او جذب، د فرصتونو د شریکولو او د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ لپاره کار کوي، چې له امله یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او د کورنیو ودانیزو توکو بازار هم وده کړې ده.

Related Articles

Back to top button