د پاکستان مشهور دیني عالم شیخ محمد ادریس د نامعلومو وسله والو برید کې په شهادت ورسېد

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۵ غویی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد پېژندل شوی دیني عالم شیخ القران والحدیث “شیخ محمد ادریس” نن سهار وختي د خيبرپښتونخوا د چهارسدې ولسوالۍ په اتمانزو سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له لوري په يو وسله‌وال بريد کې په شهادت رسیدلی ده.
په ټولنيزو رسنيو کې خپرو شويو ويډيوګانو کې د نوموړي پر موټر د مرميو ګڼې نښې ښکاري، چې د بريد شدت څرګندوي.
سرچينې زياتوي چې شيخ محمد ادريس په دغه پېښه کې شهید شوي، خو د هغه دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې هم په پاکستان کې يو شمېر ديني عالمان په ورته بريدونو کې په نښه شوي دي. ځايي فعالان ادعا کوي چې د دغو پېښو تر شا د پاکستان د استخباراتي ادارو لاس کېدای شي، خو رسمي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ویلو ده، چې شیخ محمد ادریس د زرګونو علماوو استاذ و، د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د جمعیت علماء اسلام ګوند غړی و او یو ځل د یاد ګوند په ټکټ د پارلمان غړی هم پاتې شوی و.

Related Articles

Back to top button