
ذبیح الله مجاهد: اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړېکو غوښتونکی دی
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح الله مجاهد” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره ښې او متوازنې ديپلوماتیکې اړېکې لري او هڅه کوي دا اړېکې لا پراخې کړي.
نوموړي ویلي، دا مهال اسلامي امارت له ګڼو هېوادونو سره رسمي اړېکې لري او په نړیواله کچه د تعامل د پراختیا لپاره هڅې روانې دي.
مجاهد ټینګار کړی، چې اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر وړاندې وکارول شي او زیاتوي چې د هېواد ټول واک د اسلامي امارت په لاس کې دی.
د مجاهد په وینا، اسلامي امارت ټاکنې او مسوولیتونه اسلام، هېواد او اسلامي امارت ته د ژمنتیا پر بنسټ ترسره کوي.
د اسلامي امارت ویاند همداراز ویلي، هڅې کېږي، چې د افغانستان وګړي هغه حقوق چې په نړیواله کچه یې لري، په بشپړه توګه ترلاسه کړي.



