هرمز تنګي کې پر فرانسوي کښتۍ برید شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
فرانسوي رسنیو راپور ورکړی، چې د دوی اړوند کښتۍ «سان انتونیو» د هرمز تنګي څخه د تېرېدو پر مهال تر برید لاندې راغلې ده.
د رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د کښتۍ یو شمېر عمله ټپي شوې او پخپله کښتۍ ته هم زیان رسېدلی دی. زیاته شوې چې ټپیان د هوايي مرستې له لارې له سیمې ایستل شوي او دا مهال تر درملنې لاندې دي.
فرانسوي چارواکو ویلي، چې د پېښې وضعیت له نږدې څاري او د کښتۍ او عملې د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات روان دي.



