له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر شیخ شهاب الدین دلاور د بدخشان ولایت له علماوو او قومي مشرانو سره وکتل

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
له افغان شخصیتونو سر د اړیکو کمیسیون مشر ښاغلي شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور کابل کې د بدخشان ولایت له یو شمېر علماوو او قومي مشرانو سره وکتل. کتنه کې د هېواد پر عمومي وضعیت، امنیت، یووالي، ابادۍ او یو لړ سیاسي موضوعاتو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.
له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون مشر ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپلو خبرو کې بدخشان ولایت د افغانستان یو مهم او ستراتیژیک ولایت وباله او ویې ویل چې یاد ولایت له چین هېواد سره د وصل او سوداګریزو راکړو ورکړو له پلوه ځانګړی ارزښت لري. هغه افغانستان یو امن هېواد یاد کړ او زیاته یې کړه چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه او کار د هر هېوادوال مسؤولیت دی.
دا راز نوموړی ټینګار وکړ چې اوسنی امنیت یو مهم فرصت دی او باید ټول هېوادوال د یووالي، اتحاد، ثبات، اقتصادي ودې او ځان بسیاینې لپاره ګډ کار وکړي.
ورپسې د بدخشان ولایت علماوو او قومي مشرانو د تماس کمیسیون د هڅو ستاینه وکړه او په هېواد کې یې د سرتاسري امنیت په ټینګښت خوښي څرګنده کړه. همدارنګه هغوی د لا زیات ثبات، دوامدار امنیت او سیمه‌ ییزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. دغه راز دوی یو لړ سیاسي موضوعات هم مطرح کړل او په دې برخه کې یې د یاد کمېسیون د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې ښاغلي دلاور د هغو غوښتنې واورېدې او په اړوندو برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Related Articles

Back to top button