د افغانستان لوړپوړی پلاوی د کازان نړیوالې غونډه کې ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د لوړو زده کړو وزارت وايي، د دغه وزارت وزیر شيخ الحديث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ یو ۱۴ کسیز لوړپوړی پلاوی د روسیې فدراسیون د تاتارستان جمهوریت کازان ښار ته سفر کړی، څو د «روسیه او اسلامي نړۍ» تر عنوان لاندې په اولسم نړیوال بحث کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې دغه غونډه د ۲۰۲۶ کال د مې میاشتې له ۱۳مې تر ۱۵مې نېټې پورې ترسره شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې ، په پلاوي کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر، د مالیې، اقتصاد، عامې روغتیا، کانونو او پټرولیم، او ټولګټو وزارتونو معینان، په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر او د یو شمېر وزارتونو او ادارو استازي شامل دي.
د سرچینې په وینا، د کازان بحث په څنډه کې به د روسیې فدراسیون په غوښتنه د افغانستان اسلامي امارت او روسیې ترمنځ د ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون لومړنۍ ناسته هم ترسره شي، چې پکې به د اقتصادي همکاریو، سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پراختیا خبرې وشي.



