د ایران-امریکا خبرې؛ د ترکیې بهرنیو چارو وزیر قطر ته ځي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې، چې د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر “هاکان فیدان” به نن سېشنبه قطر ته سفر وکړي، څو د ایران جګړې، پر خلیج سیمې د هغې د اغېزو او د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د خوندیتوب په اړه خبرې وکړي.
د یوې ترکي ډیپلوماتیکې سرچینې په وینا، ترکیه چې د غړی هېواد او د ایران ګاونډی دی، د ایران- امریکا د شخړې د سولییز حل په موخه هم د قطر له چاوراکو سره خبرې وکړي او پاکستاني رسنیو بیا ویلي، چې “هاکان فیدان” له خپل پاکستاني سیال اسحاق ډار سره هم تلیفوني خبرې کړې دي.



