د وال سټریټ ژورنال ادعا؛اماراتو پر ایران پټ پوځي عملیات ترسره کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

‏وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو په پټه پر ایران پوځي بریدونه کړي دي.د راپور له مخې، له دغو بریدونو څخه یو یې د اپریل میاشتې په لومړیو کې د فارس خلیج په لاوان ټاپو کې د نفتو پر یوه چاڼ‌ځای ترسره شوی، چې له امله یې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې او د نفتو د تولید بهیر یې له خنډ سره مخ کړی دی.
ورځپاڼه زیاتوي، دغه برید د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د اوربند د اعلان سره هم‌مهاله ترسره شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button