ولسمشر ټرمپ د ایران ځواب احمقانه بللی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)

‏د امریکا ولسمشر “ټرمپ” یو ځل بیا د ایران د ځواب په اړه توند غبرګون ښودلی او هغه یې «احمقانه» بللی دی.
ټرمپ ویلي، چې د ایران په ځواب کې له اټومي وسلو د لاس اخیستو هېڅ یادونه نه ده شوې. هغه د ایران غني شوې یورانیمي زېرمې هم «اټومي ګرد» بللې دي.
د نوموړي په وینا، ایران دوه ورځې وړاندې منلې وه چې د امریکا په همکارۍ به دغه زېرمې له ځمکې لاندې راوباسي، خو وروسته یې خپل دریځ بدل کړ.
ټرمپ د اوربند د وضعیت په اړه هم ویلي، اوسنی حالت ډېر نازک او کمزوری دی.

مربوطه مطالب

Back to top button