عباس عراقچي د بریکس بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کې ګډون لپاره هند ته ځي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
ټاکل شوې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” به د ‘بریکس” د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره روانه اونۍ هند ته سفر وکړي.
سي اېن اېن ته یوې سیمهییزې سرچینې ویلي، چې دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې په سیمه کې وروستي بدلونونه او ترینګلتیاوې د بریکس غړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو سلا مشورو له مهمو موضوعاتو ګرځېدلې دي.



