د پاکستان سیاسي کړکیچ؛ اپوزیسیون د موقت حکومت جوړېدو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۲ غویی، ۱۴۰۵ل)
په پاکستان کې د حکومت مخالف سیاسي ګوند تحریک انصاف په مشرۍ د اپوزیسیون مشر “محمود خان اڅکزي” د دغه هېواد پر اوسني حکومت تازه نیوکې کړې او ویلي یې دي چې پاکستان قانوني او رښتیني دیموکراتیک نظام ته اړتیا لري.
اڅکزي ټینګار کړی، چې په پاکستان کې باید ژر تر ژره موقت حکومت جوړ او شفافې او عادلانه ټاکنې ترسره شي.
هغه د داسې نظام غوښتنه هم کړې چې وسلهوال ځواکونه پکې له سیاست څخه لرې او رسنۍ په ازاد ډول فعالیت وکولای شي.
نوموړي له نورو سیاسي ګوندونو هم غوښتي چې خپل وړاندیزونه او نظریات ورسره شریک کړي.
محمود خان اڅکزي تر دې مخکې هم د پاکستان پر اوسني حکومت سختې نیوکې کړې وې او روان کړکېچ یې د پوځ د ناسمې پالیسۍ پایله بللې وه.
د ویلو ده، چې تر دې وړاندې “مولانا فضل الرحمن او د سراج الحق په ګډون یو شمېر نورو سیاستوالو هم د پاکستاني حکومت پر پالیسیو نیوکې کړې وې او د پخواني لومړي وزیر “عمران خان” د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.



