ترکی الفیصل: ایران کولای شوای سعودي عربستان ته اور واچوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر “ترکي الفیصل” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي اسرائیلو هڅه کوله، چې ریاض له ایران سره په جګړه کې ښکېل کړي، خو د سعودي عربستان د «هوښیارۍ او لرلید» له مخې له دې جګړې ډډه وکړه.
هغه ادعا کړې، چې ایران د دې توان درلود، چې د سعودي عربستان د تېلو مهم تاسیسات او د اوبو د تصفیې فابریکې په نښه کړي او دغه هېواد ته درانه زیانونه ورسوي.
ترکي الفیصل ویلي، له ایران سره د مستقیمې جګړې نه کولو پرېکړه د ریاض لپاره یو حساب شوی او سنجول شوی ګام و، څو سیمه‌ییزه بې‌ثباتي نوره پراخه نه شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د سیمې امنیت او ثبات د جګړو پر ځای د سیاسي تدبیر او محتاطو پرېکړو غوښتنه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button