ترکیې ۲۰ زره افغانانو ته د مالدارۍ برخه کې کاري ویزې صادرې کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۵ غویی، ۱۴۰۵ل)

د ترکیې حکومت د مالدارۍ په برخه کې ۲۰ زره افغانانو ته کاري ویزې صادرې کړې دي.  دغه څرګندونې په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر سادن اییلدیز د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې کړې دي.

د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانانو د غیرقانوني کډوالۍ د ستونزې د حل، د قانوني کاري فرصتونو د برابرولو او بشري مرستو په اړه خبرې کړې دي.

ترکیې لوري ویلي، هڅه کوي افغانانو ته د قانوني کار زمینه زیاته کړي.

همداراز په ناسته کې د سیمه‌ییز اتصال او اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان پر رول هم بحث شوی او دواړو خواوو د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button