حزب‌الله ځواکونو د صهیونیستي پوځ پر مورچلو او ټانکونو بریدونه کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

حزب‌الله اسلامي مقاومتي غورځنګ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې د لبنان په سویلي سیمو کې یې د صهیونیستي پوځ پر مورچلو، سرتېرو او پوځي وسایطو تازه بریدونه ترسره کړي دي.
د دغې ډلې د نظامي څانګې په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي پوځ ګڼ ټانکونه، نظامي بلدوزرونه او د سرتېرو د راغونډېدو ځایونه د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) او توغندیو په وسیله په نښه شوي دي.
حزب‌الله ویلي، یاد بریدونه یې د صهیونیستي اشغالګرو له لوري د اوربند د نقض او پر لبنان د روانو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.
تر اوسه اسرائیلي چارواکو د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی؛خو سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتېدو راپورونه ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button