د افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي مطالعات به ډېر ژر پيل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د روسیې د اوسپنې پټلۍ شرکت اعلان کړی چې روسي او ازبک متخصصین د افغان ـ ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې تخنیکي او اقتصادي مطالعات ترسره کوي چې د معلوماتو له مخې دا پروژه د افغانستان له لارې د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ د مهم ترانزیټي دهلېز د رامنځته کولو لپاره طرحه شوې ده.

ټاکل شوې دغه د اوسپنې پټلۍ لاره د ازبکستان له ترمذ ښار څخه پیل، د مزارشریف او کابل له لارې تېره او د پاکستان تر پېښور ښار پورې وغځېږي.

د ټولګټو چارو وزارت هم ویلي چې د پروژې د تخنیکي مطالعاتو عملي چارې به ډېر ژر پیل شي.

چارواکي وایي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به د افغانستان ستراتیژیک اهمیت زیات، سیمه‌ییزې سوداګریزې اړیکې پراخې او د توکو د لېږد رالېږد لګښتونه راکم شي.

مربوطه مطالب

Back to top button