مجتبی خامنهای: د امریکا- اسرائیلو د یرغل پر وړاندې د ایراني ځواکونو مقاومت د ستاینې وړ دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت ستر مذهبي مشر او د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان “ایات الله مجتبی خامنهای” په تازه خپره شوې وینا کې د ایران د خلکو او وسلهوالو ځواکونو له مقاومت څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د امریکا- اسرائیلو د یرغل پر وړاندې په کلک هوډ ودرېد.
هغه ویلي، د ایران ټولو قومونو او پرګنو د خپل هویت، خپلواکۍ او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره په یووالي او همغږۍ مقابله وکړه.
مجتبی خامنهای ټینګار کړی، چې د بهرنیو فشارونو او ګواښونو پر وړاندې د ایرانیانو یووالی د هېواد د ځواک او ثبات څرګندونه کوي.
نوموړي دا هم ویلي، ایران به د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره له خپل دریځ یو انچ شاتګ هم ونه کړي.


