ولسمشر پزشکیان: نړۍ ته مو وښوده چې د هېچا پر وړاندې سر نه ټیټوو

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې هېواد یې نړۍ ته ثابته کړه چې د هېچا پر وړاندې یې سر نه دی ټیټ کړی او د خپلواکۍ د دفاع په لاره کې یې ستر مشران هم له لاسه ورکړي دي.
هغه زیاته کړې، د ایران ملت یوازې د الله تعالی پر وړاندې سر ټیټوي او د هر ډول فشارونو، بندیزونو او ګواښونو پر وړاندې به خپل دریځ پیاوړی ساتي.
ولسمشر پزشکیان ټینګار کړی، چې د ایران ولس د ستونزو او سختو شرایطو سربیره د خپل هېواد د خپلواکۍ او ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره ولاړ دی.
د نوموړي په وینا، بهرني فشارونه نه شي کولای د ایران د خلکو اراده کمزورې کړي او هېواد به یې خپلو اصولو ته وفادار پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button