عراقچي: منځني ختیځ کې مو یوازې د امریکا اډې په نښه کړې دي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د ایران بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” پر متحده عربي اماراتو تور پورې کړی، چې له امریکا او اسرائیلو سره په ګډه یې پر ایران بریدونه کړي دي.
عراقچي ویلي، چې تهران د اماراتو په ګډون د منځني ختیځ هېوادونه نه، بلکې هلته د امریکا پوځي اډې په نښه کړې دي.
بلخوا د متحده عربي اماراتو استازو د عراقچي دغه څرګندونې رد کړې او ادعا یې کړې چې ایران پر دغه هېواد بریدونه» ترسره کړي دي.
د اماراتو د چارواکو په وینا، ایران شاوخوا درې زره راکټونه او بېپیلوټه الوتکې د دوی پر لور توغولي دي.
د دواړو لورو ترمنځ دا لفظي شخړه داسې مهال زیاتېږي، چې سیمه کې پوځي ترینګلتیا او د متقابلو تورونو لړۍ لا هم روانه ده.



