مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۶۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړینې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي، چې د جمعې په ورځ د هېواد د بېلابېلو لارو له لارې ۱۰۶۶ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د راپور له مخې، دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو لارې او اسلام کلا له لارو هېواد ته داخلې شوې او ټولټال ۵۶۵۶ کسان ثبت او بایومټریک شوي دي.

د کمېسیون په وینا، له راستنېدونکو څخه ۱۰۳۱ کورنۍ خپلو اړوندو ولایتونو ته په خوندي ډول لېږدول شوې دي. همدارنګه له ۸۹۰ کورنیو سره نغدي مرستې شوې او د لېږد رالېږد لپاره میلیونونه افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

راپور زیاتوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته روغتیايي خدمات، خوراکي توکي، عامه پوهاوی او ۹۷۹ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button