زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونه د کرنې او مالدارۍ ستر کمپلکس جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، چې د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونه د یوه لوی سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ کمپلکس د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د یادې پروژې د پرانیستې پر مهال د کرنې وزیر مولوي عطاءالله عمري ویلي، وزارت په هېواد کې د بنسټیزو پانګونو ملاتړ کوي او پانګوالو ته د پروژو د پلي کېدو لپاره د ځمکې برابرولو ته چمتو دی.

د معلوماتو له مخې، دغه کمپلکس به پر ۳۰۰ جریبه ځمکه جوړ شي چې پکې به کرنیز فارمونه، مالداري او سړې خونې شاملې وي.

د کرنې وزارت وایي، هڅه کوي د خصوصي سکټور په همکارۍ بنسټیزې پروژې پلې او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button