سپاه پاسداران اماراتو ته: که پر ایران بریدونه او د نتنیاهو سفر ثابت شي له سختې سزا سره به مخ شئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ وری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” ویاند د هغو راپورونو له خپرېدو وروسته، چې ګواکې اماراتو پر ایران بریدونه کړي او نتانیاهو متحده عربي اماراتو ته پټ سفر کړی ویلي که دا داعاوې ثابتې شي، یاد هېواد به له سختې سزا سره مخ شي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي، نتانیاهو د ایران سره د وروستۍ جګړې پر مهال د اماراتو ښار العین ته پټ سفر کړی او هلته یې له “محمد بن زاید آل نهیان” سره لیدلي دي.
خو د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت دا ادعاوې سمدستي رد کړې او هغه یې «کاملاً بېاساس» بللې دي.
بلخوا اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې ابوظبي د یوې پټې موافقې د افشا کېدو له امله د اسرائیلو د ملي امنیت شورا ته سخت پیغام استولی دی.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي، چې په سیمه کې د ایران- اسرائیلو او ځینو عربي هېوادونو ترمنځ سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.



