پکتیا کې پوليسو ۲۸ میله توپنچې او سلګونه مرمۍ نیولي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ غویی، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت وایي، د پکتیا ولایت امنیې قوماندانۍ د تروریزم پر وړاندې د مبارزې پولیسو په دغه ولایت کې ۲۸ میله توپنچې له ۹۰۰ فیره مرمیو سره یوځای کشف او ترلاسه کړې دي.
د مسؤولینو په وینا، یادې وسلې او مهمات له هېواده بهر قاچاق شوي وو چې د پکتیا د ډنډې پټان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د هدفمندو عملیاتو پر مهال ونیول شول. چارواکي وایي، دغه عملیات د کشفي معلوماتو پر بنسټ ترسره شوي دي.
د خبر له مخې، د وسلو قاچاقوړونکي له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي، خو امنیتي ځواکونو د هغوی د نیولو لپاره پلټنې او جدي هڅې پیل کړې دي.



