د لبنان پر سر د ټرمپ او نتنیاهو اړیکې ترینګلې شوې؛ اېکسیوس د توندې ټیلیفوني شخړې خبر ورکړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکايي رسنۍ اېکسیوس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د دوشنبې ورځې په ټیلیفوني خبرو کې د لبنان د وضعیت له امله سخت اختلافات درلودل. راپور وایي، ټرمپ پر نتنیاهو توندې نیوکې کړي او د اسرائیلو له لوري د پوځي عملیاتو د پراخېدو مخالفت یې کړی.
د سرچینې په وینا، ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر بیروت د احتمالي بریدونو دوام به اسرائیل لا زیات نړیوال انزوا ته ټېل وهي.
نوموړي د لبنان د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او د حزب الله د مشرانو د په نښه کولو لپاره د پراخو ویجاړیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
اېکسیوس زیاتوي چې د دواړو مشرانو ترمنځ دغه خبرې د ټرمپ د بیا واکمنېدو راهیسې له تر ټولو ترینګلو اړیکو څخه بلل کېږي.
د راپور له مخې، واشنګټن اندېښنه لري چې په لبنان کې د جګړې پراختیا به له ایران سره روانې اټومي خبرې او د اوربند احتمالي هوکړه له خطر سره مخ کړي، خو نتنیاهو ټینګار کړی چې د اسرائیلو دریځ نه دی بدل شوی او عملیات به دوام ولري.



