کورنيو چارو وزارت: د پوليسو له لوري ۱۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت وایي، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د جلا جلا عملیاتو په ترڅ کې د بلخ، هلمند، لغمان او نیمروز ولایتونو څخه ۱۳ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ څخه ۴ تنه غله او د مزارشریف ښار څخه ۲ تنه نور د غلا په تور نیول شوي دي. همداراز د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ څخه ۳ تنه د غلا په تړاو نیول شوي دي.
چارواکي زیاتوي چې په لغمان ولایت کې ۲ تنه د وسلو د ناقانونه کارونې او په نیمروز ولایت کې ۲ تنه د موبایل د غلا په تړاو نیول شوي چې د یادو کسانو دوسیې له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.



