د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ پیل شوه؛ لومړۍ الوتنه کابل ته راورسېده

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د حج مناسکو له بشپړېدو وروسته هېواد ته د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو بهیر پیل شوی دی.
د وزارت د معلوماتو له مخې، ټول ۳۰ زره افغان حاجیان به په دوو پړاوونو کې افغانستان ته انتقال شي.
د مسؤلينو په وینا، لومړۍ الوتنه د سعودي عربستان له جدې ښار څخه کابل ته راورسېده چې ۳۴۶ حاجیان پکې سپاره وو. یاد حاجیان د ننګرهار ولایت اوسېدونکي دي او د کابل په هوايي ډګر کې یې هرکلی وشو.
وزارت زیاته کړې چې د حاجیانو د انتقال لړۍ به د هېواد د کابل، بلخ، کندهار او هرات هوايي زونونو له لارې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د راستنېدو ټول بهیر د ۹۷ الوتنو په مټ د راتلونکو ۳۰ ورځو په موده کې بشپړ شي.



