افغان حکومت: له پاکستان سره د اختلافاتو د حل لپاره د تفاهم دروازې پرانیستې دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرستیال ویاند “حمدالله فطرت” وایي، چې له پاکستان سره د خبرو اترو او دیپلوماټیکو هڅو لړۍ روانه ده او د دواړو لوریو ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره د تفاهم دروازې لا هم پرانیستې دي.
فطرت په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د پاکستان ځینې غوښتنې غیرواقعي دي، خو که اسلاماباد په خپلو دریځونو بیاکتنه وکړي، روانې خبرې ښایي مثبتې پایلې ولري.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان اساسي غوښتنې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی او پر افغانانو د بریدونو پای ته رسول دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند همدارنګه د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد کارول کېږي، او زیاته کړه یې ده چې افغانستان هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د دې هېواد له خاورې د بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.



