قالیباف: له امریکا سره هره احتمالي هوکړه به په لبنان کې د اوربند له ټینګښت سره تړلې وي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ویلي، که د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د پای ته رسولو لپاره کومه احتمالي هوکړه وشي، نو په ټولو جبهاتو، په ځانګړې توګه لبنان کې د بریدونو درول به د هغې اساسي برخه وي.

قالیباف دغه څرګندونې د لبنان د پارلمان له رئیس نبيه بيري سره په ټیلیفوني خبرو کې کړې دي. نوموړي ویلي، ایران په تېرو دوو ورځو کې په لبنان کې د اسرائیلو د بریدونو د بندولو هڅې ګړندۍ کړې او د ټول لبنان، په ځانګړي ډول د دغه هېواد په جنوب کې د اوربند د ټینګښت غوښتونکی دی.

هغه خبرداری ورکړی چې که په لبنان کې د اسرائیلو بریدونه او پوځي عملیات دوام ومومي، تهران به نه یوازې له امریکا سره روانې خبرې اترې وځنډوي، بلکې د اسرائیلو پر وړاندې به هم خپل دریځ لا سخت کړي. په ورته مهال، نبیه بري د لبنان لپاره د ایران د ملاتړ او د اوربند د ټینګښت په برخه کې د تهران د هڅو ستاینه کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button