هلمند کې د ۱۵ زره کیلوګرامه څخه د زیاتو قاچاقي توکو د لېږد مخه ونیول شوه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریاست وايي، د تېرو اوو ورځو په ترڅ کې یې د لښکرګاه ښار او د ګرمسېر ولسوالۍ د ریګ سیمې په بېلابېلو برخو کې د ۱۵ زره او ۲۴۱ کیلوګرامه قاچاقي خوراکي او غیرخوراکي توکو د لېږد مخه نیولې ده.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې قاچاقبرو غوښتل دغه توکي د اتو باروړونکو موټرو په وسیله په غیرقانوني ډول هلمند ته انتقال کړي، خو د ګرځنده څارونکو ډلو له لوري ونیول شول او ضبط شول.

د مسوولینو په وینا، د دې قضیې په تړاو ۱۰ تنه نیول شوي او له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button