د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب‌الدین استعفا ورکړه

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)

د بنګله‌دېش ولسمشر محمد شهاب‌الدین د سیاسي بې‌ثباتۍ په دوام او د پخوانۍ لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د احتمالي بېرته ستنېدو له راپورونو وروسته له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د ولسمشرۍ ماڼۍ چارواکو ویلي، شهاب‌الدین خپله استعفا د روغتیايي ستونزو له امله لاسلیک او د پارلمان رییس حفیظ‌الدین احمد ته سپارلې ده.

د راپورونو له مخې، حفیظ‌الدین احمد به د نوي ولسمشر تر ټاکل کېدو پورې د ولسمشرۍ چارې پر مخ وړي، او د بنګله‌دېش د اساسي قانون له مخې باید نوی ولسمشر په ۹۰ ورځو کې وټاکل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button