په خیبر پښتونخوا کې ډ موټربم بريد له امله ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په ټانک سیمه کې د دغه هېواد پر یوې پوځي پوستې موټربم برید شوی، چې له امله یې ۱۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا، بریدګر د شاوخوا ۱۵۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکو توکو له یوه ډک موټر څخه په استفادې ځان د پوځي پوستې ترڅنګ الوزولی، چې له امله یې پوسته هم ویجاړه شوې ده.
پاکستاني چارواکو د برید پخلی کړی، امنیتي سرچینې وایي، د پېښې له ځایه د قربانیانو د موندلو او ژغورنې عملیات لا هم روان دي.
د تحريک طالبان پاکستان تنظيم د ياد بريد مسووليت په غاړه اخيستی دی.



