د وروستيو سېلابونو له امله ۵ ولایتونو کې ۹ کسان مړه؛ سلګونه کورونه او کرنیزې ځمکې زیانمنې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
پېښو ته د رسېدنې او چمتووالي ملي اداره وايي د لوګر، میدان وردګ، پروان، کاپیسا او پنجشېر په ځینو سیمو کې د وروستیو سختو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه، یو بل ټپي شوی، ۱۳۱ کورونه بشپړ او ۳۳۲ نور نیمه ویجاړ شوي دي.
یادې ادارې ویلي، سېلابونو له ۴ زره جریبو څخه ډېرې کرنیزې ځمکې او حاصلات هم له منځه وړي زیاتوي چې سېلاب ځپلو سیمو ته د بېړنیو مرستو رسولو او د خوراکي او غیرخوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.



