ټرمپ: له ایران سره د خبرو دروازه لا هم پرانیستې ده پاکستان د منځګړیتوب هڅې کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن لا هم له ایران سره د خبرو اترو بهیر ته دوام ورکوي او هیله لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې نوې هوکړې لپاره زمینه برابره شي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې خبریالانو ته ویلي، د ده په باور ایراني چارواکي که څه هم په خپلو څرګندونو کې سخت دریځ څرګندوي، خو په عملي توګه د خبرو او تفاهم د موندلو هڅې روانې ساتي.
هغه زیاته کړې چې تر اوسه یې پر ایران د پراخو پوځي عملیاتو د پیل وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، ځکه د ده په وینا تهران لا هم د خبرو اترو په بهیر کې ګډون لري.
ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د سیاسي حل لپاره لاره هواره نه شي، نو نور انتخابونه هم د امریکا پر مېز موجود دي.
بل لور ته، د رویټرز خبري اژانس د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې اسلاماباد د امریکا او ایران ترمنځ د درېدلو مذاکراتو د بیا پیل لپاره د یوې ډ
دیپلوماتیکې لارې په لټه کې دی.
د سرچینو په وینا، د خبرو د بیا پیلېدو لپاره د ایران له لوري پر سعودي عربستان او د خلیج پر نورو هېوادونو د بریدونو درول یو مهم شرط ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا فعالېدو لپاره دیپلوماتیکې هڅې دوام لري، خو د اختلافاتو د حل پر وړاندې لا هم مهم خنډونه موجود دي او تر اوسه د نوو مذاکراتو د پیل په اړه کوم رسمي اعلان نه دی شوی.



