یمني ځواکونو د سعودي خمیس مشیط هوايي اډه په نښه کړې

کابل ټکی کام (شنبه، ۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمني ځواکونو له لوري د سعودي عربستان د عسیر ولایت په ابها ښار کې د “خمیس مشیط” هوايي اډه د برید هدف ګرځېدلې ده.
د راپورونو له مخې، پر یادې هوايي اډې تر برید وروسته د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د برید د څرنګوالي په اړه نور جزئیات لا نه دي خپاره شوي.
په ورته مهال، ځینو خبري سرچینو راپور ورکړی، چې د بریدونو له امله د سعودي عربستان د جدې او ریاض په ګډون په ځینو هوايي ډګرونو کې د الوتنو په تګ راتګ کې لنډمهالی ځنډ رامنځته شوی دی.
همدارنګه، د هوايي ټرانسپورټ د تعقیب ځینو وېبپاڼو د معلوماتو له مخې، یو شمېر الوتنو چې ریاض او د سعودي عربستان نورو ښارونو ته روانې وې، د احتیاطي تدابیرو له مخې خپلې لارې بدلې کړې دي.
تر اوسه سعودي چارواکو د دغو راپورونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او د بریدونو د ادعاوو خپلواک تایید هم نه دی شوی.



