یوناما: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت دوه مهمې ناستې جوړوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د غبرګولي په ۱۸مه د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړي. یوناما د دغې غونډې د اجنډا او د بحث وړ موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
یوناما زیاته کړې چې د امنیت شورا بله ناسته به د غبرګولي په ۲۶مه ترسره شي، چې په کې به په افغانستان کې د دغه ماموریت د غځولو موضوع تر ارزونې لاندې ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د یوناما د اوسني ماموریت د پای ته رسېدو لپاره یوازې ۱۶ ورځې پاتې دي، او د راتلونکي وضعیت په اړه پرېکړې مهمې ګڼل کېږي.



