ولسمشر پوتین: لویدیځې رسنۍ د بې‌طرفۍ تر نامه لاندې یو اړخیز تبلیغات کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د روسیې ولسمشر “ولادیمیر پوتین” ویلي،چې لویدیځې رسنۍ د بې‌طرفۍ تر نامه لاندې په نړیوالو سیاسي مسایلو کې یو اړخ نیسي او خلکو ته داسې معلومات وړاندې کوي چې له حقیقت سره سمون نه لري.
پوتین په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې د غرب رسنۍ د نړۍ د بېلابېلو سیاسي پېښو او شخړو په راپور ورکولو کې سپین ته تور او تور ته سپین وایي او هڅه کوي لویدیځ هېوادونه تل په حقه او نور لوري ناحقه وښيي.
د روسیې ولسمشر زیاته کړه، چې لویدیځې رسنۍ د عامه افکارو د اغېزمنولو لپاره پراخ تبلیغات او پروپاګنډا ترسره کوي او د نړیوالو موضوعاتو په اړه بشپړ او بې‌طرفه انځور نه وړاندې کوي.
نوموړي پر نړیوالو رسنیو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د نړۍ د سیاسي مسایلو په تړاو خلکو ته هغه معلومات رسول کېږي چې د ده په وینا له واقعیتونو سره سمون نه لري.
د پوتین دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د روسیې او لویدیځو هېوادونو ترمنځ د اوکراین جګړې، نړیوال امنیت او نورو سیاسي موضوعاتو پر سر اختلافات لا هم دوام لري.

مربوطه مطالب

Back to top button