د ایراني پارلمان مرستیال: د ایران حقونو ته له درناوي پرته له هرمز تنګي تیرېدل امکان نه لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایراني پارلمان مرستیال” حمیدرضا حاجيبابایي” ټینګار کړی، چې د هرمز تنګی د ایران د ملت مسلم حق دی او د ایران د ملي حقونو له پام کې نیولو پرته له دې ستراتیژیکې اوبو لارې څخه تېرېدل ممکن نه دي.
حاجيبابایي د تهران ولایت د ملارد ښار د خلکو یوې سترې غونډې ته په وینا کې وویل: «ایا څوک شک لري چې د هرمز تنګی د ایران د ستر ملت مسلم حق دی؟ جنایتکاره امریکا باید پوه شي چې د ایران د ملت د حقونو له پام کې نیولو پرته له دې تنګي څخه تېرېدل امکان نه لري.»
نوموړي همداراز وویل، چې د یورانیمو بډایه کول او د اټومي ټکنالوژۍ پراختیا د ایران د ملت قانوني او مسلم حق دی او هېڅ هېواد او ځواک نه شي کولای ایران له دې حق څخه محروم کړي.
د ایران د پارلمان مرستیال زیاته کړه چې د ایران مخالفینو د وروستیو ۱۲ ورځنیو او ۴۰ ورځنیو جګړو پر مهال هڅه کړې وه، چې د ایران خلکو، اسلامي جمهوریت او د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته زیان ورسوي، خو د ده په وینا د ۹۰ میلیونه ایرانیانو یووالي، همغږۍ او ملي دریځ د هغوی ټولې طرحې ناکامې کړې.
نوموړي د ملي یووالي پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ایران ملت به د خپلو ملي ګټو او قانوني حقونو د ساتنې لپاره خپل کلک دریځ ته دوام ورکړي.



