ایران کې د ایت‌الله خامنه‌اي د جنازې مراسمو لپاره چمتووالی؛ د ۲۰ میلیونه کسانو د ګډون اټکل شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې ایراني چارواکو د دغه هېواد د ستر مذهبي مشر “ایت‌الله علي خامنه‌اي.” د جنازې او بدرګې مراسمو لپاره د درې ورځني پروګرام د تنظیمولو په موخه چمتووالی نیسي.
ویل کېږي چې په پلازمېنه تهران کې د ۱۵ تر ۲۰ میلیونو کسانو د ګډون لپاره پراخ تدابیر نیول شوي دي.
د راپورونو پر بنسټ، د جنازې او بدرګې مراسم به د ایران په درېیو مهمو ښارونو؛ تهران، قم او مشهد کې ترسره شي.
ایراني چارواکو تر اوسه د مراسمو د دقیق مهال‌وېش او امنیتي ترتیباتو په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي، خو سرچینې وایي چې د ګډون کوونکو د لوی شمېر له امله پراخ لوژستیکي او امنیتي چمتووالی روان دی.
د یادونې وړ ده، چې د ایران دغه ستر روحاني مشر د تېرې فبرورۍ په ۲۸ مه نېټه د صهیونیستي اشغالګرو هوایي برید کې وژل شوی و.

مربوطه مطالب

Back to top button