مارکو روبیو: په قطر کې مېشت افغان پناه غوښتونکي امریکا ته نه انتقالېږي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې په اوسنیو شرایطو کې هېڅ افغان پناه غوښتونکي ته امریکا ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي. هغه دغه څرګندونې د امریکا سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې د یوه سناتور د پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
نوموړي ویلي، هغه افغان پناه غوښتونکي چې په قطر کې د السیلیه په کمپ کې مېشت دي، د امریکا پر ځای به په نورو افریقايي هېوادونو کې ځای پر ځای شي. د هغه په وینا، اړوندې ادارې د دغو کسانو د راتلونکي لپاره پر بدیلو حل‌لارو کار کوي.
روبیو زیاته کړې، هڅه کېږي چې دغو پناه غوښتونکو ته د مناسب استوګن ځای فرصتونه برابر شي، څو د هغوی د وضعیت لپاره دایمي حل وموندل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button