کورنيو چارو وزارت: د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تور ۵۰ کسان نیول شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت ویلي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې ۵۰ تنه د نشهيي توکو د خرڅلاو، استعمال او قاچاق په تور نیول شوي دي.
دغه عملیات په ننګرهار، فراه، جوزجان، بلخ، کندهار، خوست، بغلان، کونړ، کاپیسا، سمنګان او نیمروز ولایتونو کې ترسره شوي دي.
د یادو عملیاتو پر مهال د نیول شویو کسانو له خوا ۷ کیلوګرامه تریاک، ۳ کیلوګرامه چرس، یوه اندازه ښیښه، ۶ لیټره الکولي مشروبات او ۱۳۶۹ دانې نشهيي تابلیتونه ترلاسه شوي دي.



