مهاجرينو کمېسیون: له بېلابېلو لارو ۵۱۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۷ افغان کډوالې کورنۍ چې ټول شمېر یې ۲۷۹۷ کسانو ته رسېږي، د هېواد له بېلابېلو پولو څخه بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي. دغه کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو هېواد ته داخلې شوې دي.

د راپور له مخې، د راستنېدونکو لپاره د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي. همدارنګه ۱۰۱۸ کورنۍ چې ۵۷۲۲ کسان پکې شامل دي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنیو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.

یاد کمېسیون زیاتوي، چې په ننګرهار، فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو کې ۷۵۳ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه د راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۷ زره او ۷۱۳ ته رسېدلی او دا بهیر لا هم روان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button