د احصايې ملي اداره: په دوو میاشتو کې نږدې ۶ زره بهرنیو وګړو افغانستان تګ راتګ ثبت شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د ۱۴۰۵ کال په وري او غويي میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۷۵۶ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.

د ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شمېر د افغانستان د رسمي سرحدي ثبت سیستم له لارې راټول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، په یاده موده کې د ۱۰۸ ښځو په ګډون ۲ زره او ۹۹۵ بهرني وګړي هېواد ته داخل شوي، او له بل لوري د ۷۴ ښځینه‌وو په ګډون ۲ زره او ۷۶۱ بهرني وګړي له هېواد څخه وتلي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button