د تونس محکمې راشد الغنوشي په عمر بند محکوم کړ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د تونس محکمې د پارلمان پخواني مشر او د النهضة اخوان فکره اسلامي ګوند رهبر “راشد الغنوشي” ته د «پټ سازمان» په قضیه کې د عمر بند سزا اورولې ده.
قضايي سرچینو ویلي، چې محکمې نه یوازې د عمر بند حکم صادر کړی، بلکې د همدې قضیې په تړاو یې پر نوموړي د ۳۰ کلونو اضافي بند سزا هم اعلان کړې ده.
راشد الغنوشي، چې ۸۵ کلن دی، د تونس د سیاسي صحنې یو له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي. هغه له ۲۰۲۳م کال راهیسې په بېلابېلو قضیو کې تر قانوني تعقیب لاندې دی، چې د هېواد په سیاسي فضا کې یې سخت غبرګونونه راپارولي دي.د راپورونو له مخې، د «پټ سازمان» قضیه د حکومت د مخالفو سیاستوالو او د نهضت ګوند د یو شمېر غړو د فعالیتونو په اړه پلټنو پورې تړاو لري، خو د اپوزیسیون پلویان دا دوسیې سیاسي بولي.
د الغنوشي پلویانو او د بشري حقونو ځینو ادارو د دې پرېکړې پر ضد غبرګون ښودلی او دا یې د سیاسي فشار یوه برخه بللې ده.
د تونس قضايي چارواکو تر اوسه د دغې پرېکړې په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.



