مسوولين: افغانستان کې ۴۸ د اوسپنې ویلې کولو فابریکې فعالې دي او ژر به يې بهر ته صادرات پيل شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د هېواد د اوسپنې ویلې کولو کارخونو ټولنې مسوولین وايي، دا مهال په افغانستان کې ۴۸ د اوسپنې ویلې کولو فابریکې فعالې دي چې د بېلابېلو اوسپنیزو تولیداتو په برخه کې فعالیت کوي.
د دوی په وینا، د دغو فابریکو د تولید ټولیز ظرفیت په ورځ کې شاوخوا ۶ زره ټنو ته رسېږي او د کورني بازار اړتیاوې پوره کولی شي.
د یادې ټولنې مسوولینو ویلي، د کورني تولید د پراختیا ترڅنګ په نږدې راتلونکي کې ترکمنستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته د اوسپنیزو تولیداتو د صادراتو لړۍ هم پیل کېږي، چې دا به د صنعت د ودې او اقتصادي فعالیتونو د پراخېدو لپاره مهم ګام وي.
د معلوماتو له مخې یوازې په بلخ ولایت کې څلور د اوسپنې ویلې کولو فابریکې فعالې دي او د اتو نورو فابریکو د جوړولو چارې روانې دي.



