کورنيو چارو وزارت: په ۲۴ ساعتونو کې ۴۴ تنه د غلا، جوارګرۍ او نورو جنایي جرمونو په تړاو نيول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کورنیو چارو وزارت وايي، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال ۴۴ تنه د غلا، جوارګرۍ، ناقانونه کېندنو، د وسلو د ناقانونه ګرځولو او نشه‌یي توکو د استعمال په تړاو نیولي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په سمنګان کې ۱۰ تنه د جوارګرۍ او ۴ تنه د غلا، په بغلان کې ۵ تنه د غلا او نشه‌یي توکو د استعمال او په فاریاب کې ۲ تنه د غلا په تور نیول شوي دي. همداراز په نیمروز کې ۶ تنه د ناقانونه کېندنو او ۲ تنه د غلا په تړاو نیول شوي دي.

د خبر له مخې، په غزني کې ۶ تنه، په هلمند کې ۳ تنه، په جوزجان کې ۲ تنه، په فراه کې ۱ تن او په کاپیسا کې ۱ تن د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي. وزارت ویلي چې د نیول شویو کسانو دوسیې د قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button